App id
0

Category
Website

Checkins
0

Founded
by Samin Jan Kakar

Has added app


Likes
1568

Mission
The mission of pashtob.com is to spread awareness and knowledge in Pashtuns by giving them access to a specialized media platform on the internet, based on user uploading and sharing which can hold all types of media contents. This will, in one way or the other help spread awareness, in forms of entertainment, information and knowledge through all four types of media such as video, audio, images, and notes. A website for Pashtuns where they will have access to useful contents that are informative, educational and entertaining. The website will also provide the Pashtuns with an opportunity to share their culture, ways of life and characteristics with rest of the world.





Talking about count
34

Website
www.pashtob.com

Were here count
0

DP
pashtob.com
at Jun 10, 2013 9:05:23 PM
محمد عثمان نژند
سپين وری

زه يـــــو وری لـــــــــرم

ښـــه سپيــــن ککی لرم

ورتــــه واښـــــه ور کوم

رڼـــې اوبـــه ورکــــــــوم

راپســـې منـډي وهي

د سيند تر څنډي وهي

امبــا امبـــا کــــويـــــــنه

خوږ غږ پر مــــا کوينه

لــه ما نه نــــه بېليږي

را څخه ګـــرد تاويږي
 Redi Gull Safi , Mohammad Rahman Laghmani likes this
DP
pashtob.com
at Jun 8, 2013 6:03:55 PM
ای زما وطنه

ای زمـــــــا وطنه د لعلونو خــــزانې زما
ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما

ستا سر چې وي ټيټ نو به زه شان او شوکت څه کړمه
ته چې خوارو ځار يې زه به مال او دولت څه کړمه
ته چې وران ويجاړ يې زه به خوب او راحت څه کړمه
مسته به دې خاوره کړم په مينه مستانې زما
ای زما وطنه

عقل مې ايرې شه ستا لپاره د فکرونو نه
سترګي مې قربان شه ستا لپاره د سوچونو نه
ځار شمه قربان شم ستا د خاورو د کورونو نه
ستا زړه کې پرتې دي ټولې تلې زمانې زما
ای زما وطنه

يا به دې زه سيال کړمه وطنه د جهان
يا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړمه ځان
ځان به دړې وړې کړم خو تا به کړم ودان
نر يمه، پښتون يم تاته يادې افسانې زما
ای زما وطنه
 Saif Pashtun , Barat Isakhel likes this
DP
pashtob.com shared AFGHANISTAN IS MY HOME's photo.
at Jun 7, 2013 8:39:41 PM
Timeline Photos
Ma Sha Allah مــــا شـاالله

Share if you Liked
 Pakhtonwali Afg likes this
DP
pashtob.com shared a photo.
at Jun 7, 2013 8:33:25 PM
 Haseeb Zazai , Jalal Khan , Pakhtonwali Afg likes this
DP
pashtob.com
at Jun 7, 2013 8:24:46 PM
https://www.facebook.com/photo.php?v=496943383707705&set=vb.100001761425193&type=2&theat
Jun 7, 2013 3:33pm
Ismail Junaid (PAKHAWA)
 Saeed Shah , Pakhtonwali Afg likes this
DP
pashtob.com added a new photo.
at Jun 7, 2013 7:26:32 PM
 Muhammad Alkozay , Jalal Khan , Latifa Fareed , Pakhtonwali Afg and 9 others likes this
Alia Popal commented at Jun 7, 2013 8:00:45 PM
        دي
DP
pashtob.com added a new photo.
at Jun 7, 2013 7:25:02 PM
 Pakhtonwali Afg , Zaman Khan , Ariana Karzai likes this
DP
pashtob.com shared (*•. Naghma Khaperai .•*)'s photo.
at Jun 4, 2013 7:57:53 PM
 pashtob.com , Zaman Khan likes this
DP
pashtob.com
at Jun 4, 2013 7:44:16 PM
محمود سعيد

د نماينده پر ځای استازی وکاروئ.
د نامزد پر ځای نوماند وکاروئ.
د انتخاباتو پر ځای ټولټاکنې وکاروئ.
د تحصيل پر ځای زده کړه وکاروئ.
د محصل پر ځای زده کړيال وکاروئ.
د مکتب پر ځای ښوونځی وکاروئ.
د معلم پر ځای ښوونکی وکاروئ.
د شاګرد پر ځای زده کوونکی وکاروئ.
د اجتماع پر ځای ټولنه وکاروئ.
د پیغام پر ځای استوزی وکاروئ.
د سرای پر ځای انګړ وکاروئ.
د اطاق پر ځای کوټه وکاروئ.
د سهار پر ځای ګهيځ وکاروئ.
د رود پر ځای سيند وکاروئ.
د بحر پر ځای سمندر وکاروئ.
د آسمان پر ځای هسک وکاروئ.
د سرک پر ځای واټ وکاروئ.
د فاصلې پر ځای واټن وکاروئ.
د رواج پر ځای دود وکاروئ.
د اثر پر ځای اغېز وکاروئ.
د کوښښ پر ځای هڅه وکاروئ.
د تکرار پر ځای بيا ځلې وکاروئ.
د کومک پر ځای مرسته وکاروئ.
د راضي پر ځای خوښ وکاروئ.
د قاتل پر ځای وژونکی وکاروئ.
د مقتول پر ځای وژل شوی وکاروئ.
د عدالت پر ځای برابري وکاروئ.
د آزاد پر ځای خپلواک وکاروئ.
د آباد پر ځای ودان وکاروئ.
د عکس پر ځای انځور وکاروئ.
د ماليې پر ځای وټه وکاروئ.
زراعت پر ځای کرنه وکاروئ.
د غم پر ځای وير وکاروئ.
د مرض پر ځای ناروغي وکاروئ.
د دوا پر ځای درمل وکاروئ.
نور بيا...
محمود سعيد
 Azad Pashtun , Sameer Sarwary , Haseeb Zazai , پښتو ژبه Pashto language and 2 others likes this
احمدشاه زګیروی commented at Jun 4, 2013 7:53:41 PM
        سعد صاحب کور مو ودان چی داسی ښکلی معلومات مو راسره شریک کړل خدای دی زمونږ عادت وګر ځوی چی اصلی لغات وکاروو
1 person likes this comment
Haseeb Zazai commented at Jun 5, 2013 3:41:06 PM
        مننه دیره زیاده انشأالله همدسی به کوو.
1 person likes this comment
Sameer Sarwary commented at Jun 5, 2013 5:13:04 PM
        مننه !
1 person likes this comment
DP
pashtob.com likes ‎Shaista Sadat Lameh شایسته سعادت لامع‎'s album ‎ولسمشر حامد کرزی‎.
at Jun 4, 2013 7:41:33 PM
DP
pashtob.com added a new photo.
at Jun 4, 2013 7:40:51 PM
 Abdul Basir Jalalzai , Mohammad Yusuf , Samim K. Arif likes this
DP
pashtob.com added a new photo.
at Jun 4, 2013 7:40:21 PM
 نورالحق اتمانزۍ , Jalal Khan , Mohammad Yusuf , Samim K. Arif likes this
DP
pashtob.com
at Jun 3, 2013 2:17:24 PM
د پښتو نړيواله ورځ
International Pashto Language Day
June 21 1 چنګاښ
راځئ د پښتو نړيواله ورځ له پښتو سره ولمانځو!

اوسمهال په نړۍ کې شاوخوا پنځوس ميليونه پښتانه ژوند کوي او داسې لويه وچه نشته، چې هلته پښتانه نه وي. په خپله سيمه کې پښتون يو لوی قوم ګڼل کېږي، او پښتون يوازنی قوم دی چې ژبه او د کلتوري ارزښتونو ټولګه يې سره يو ګڼل کېږي، مانا دا چې پښتو هم د پښتنو ژبه ده او هم يې د ارزښتونو ټولګه ده. خو پښتانه هغه يوازنی قوم هم دی، چې په خپل هېواد کې يې ژبه محکومه ده. که څه همپښتنو هر وخت د نړۍ زبرځواکونهد تورې او مېړانې په زور په ګونډو کړي، خو د ژبې په برخه کې بيا ډېر زر له خپل حقه تېر شوي او د خپلې مورنۍ ژبې حق يې په خپله تر پښو لاندې کړی دی. پښتنو ته داسې احساس ورکړ شوی دی، چې که په خپله ژبه خبرې وکړي نو ښايي متعصب او فاشېست وبلل شي، خو دې ته نه ګوري چې د نړۍ ټول ولسونه په خپلو مورنيو ژبو خبرې کوي.
اوسمهال چې د ټکنالوژيک انقلاب له برکته دنړۍ ژبې ډېر چټک پرمختګ کوي، له بده مرغه پښتانه لا هم د ژبې په برخه کې په پخواني خوب ويده دي. که څه هم پښتانه اوس ډېر پياوړي استعدادونه او کدرونه لري او ژبه يې هم د ودې لپاره ډېر پياوړی او مناسب جوړښت لري، خو بيا يې هم له يوې خوا په خپلو ارو هېوادونو کې ژبه محکومه ده او له بلې خوا څرنګه چې پښتانه تر بل هر قوم په نړۍ کې زيات مهاجرين لري، په کوربه هېوادو کې يې هم ژبه او هويت دواړه د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي. تر دې چې يونسکو هم يو ځل پښتو په هغو ژبو کې راوستې وه چې د ورکېدو له ګواښ سره مخ ده.
همدغو ګواښونو ته په اندېښنې سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پښتنو يوشمېر علمي، کلتوري او مدني بنسټونو سره وپتيله چې پښتو ژبې ته د ودې او پام اړونې په موخه دچنګاښ لومړۍ(د جون يو ويشتمه) نېټه د پښتو د نړيوالې ورځې په توګه ونوموي او هر کال يې په همدې ورځ ولمانځي. خو پرېکړه شوې چې د پښتو نړيواله ورځ به يوازې په غونډو او شعارونو نه لمانځل کېږي، بلکې اصلي موخه به دا وي چې څنګه له پښتو سره پښتو وکړو. په دې مانا چې پښتو به وايو، پښتو به ليکو، د پښتو د ودې لپاره به هڅې کوو او پښتو به نړيوالو ته ورپېژنو. هغه چا چې تر اوسه په دفتر او کار ځای کې پښتو نه وي ويلي او يا ليکلي، په همدې ورځ او يا له همدې ورځې نه په الهام به پرېکړه کوي چې نور به په خپل کارځای کې پښتو وايي او ليکي. هغه پښتانه چې په بهر کې دي پرېکړه به کوي چې نور به په کور کې له خپلو بچيانو سره له پښتو پرته بله ژبه نه وايي او هر پښتون چې د نړۍ په هر ګوټ کې وي په دې اړه به فکر کوي، چې څنګه د پښتو د ودې لپاره يو کار او خدمت وکړي او څنګه له هغې پښتو سره چې په سلګونو کلونه جفا شوې ده، تر دې وروسته پښتو کوي.
د پښتو نړيواله ورځ به هغه وخت په رښتيا په پرتم ولمانځل شي او په رښتيا به يې پښتو ته خير ورسېږي چې د پښتنو علمي، کلتوري، ادبي او مدني بنسټونه او شخصيتونه په دې ورځ لاسونه سره يو کړي، خپلې هڅې سره همغږې کړي او د پښتو او پښتنو لپاره ګډ فکر او کار وکړي.په دې توګه موږ د نړۍ ټولو پښتنو ته د پښتو نړيوالې ورځې مبارکي وايو او غږ پرې کوو چې:
راځئ له خپلې مورنۍ ژبې خوږې پښتو سره په رښتيا او مېړانه پښتو وکړو
 Pakhtonwali Afg , Omed Ningarhari , Abdul Hai Wazir , Zarghona Alim and 2 others likes this
DP
pashtob.com likes a photo.
at Apr 26, 2013 8:39:15 PM
DP
pashtob.com added a new photo.
at Apr 26, 2013 8:23:50 PM
 Pakhtonwali Afg , Saber Ayubi likes this
DP
pashtob.com
at Apr 26, 2013 8:20:44 PM
لویه پکتیا
 Abdul Munir , Najib Barakzai , Pakhtonwali Afg likes this
DP
pashtob.com
at Apr 26, 2013 8:19:02 PM
ليكوال ذبیح لله شریفي

ولله نه می هیریږي شیرن وطن می
ډیر ډیر می یا دیږي شیرن وطن می

ښایسته ملک د جهان دی
ښکلی نوم یی افغانستان دی
چا چی لیدلی زړی یی ورنه وړی دی
په دنیا باندی ماته دۍ جنت نیشان دی

د هر چا خوښیږي شیرن وطن می
ډیر ډیر می یا دیږي شیرن وطن می

منم ایروب امریکا لري ښکلي ښارونه
پیدا به نه شي زما د وطن دا جګ غرونه
قسم ډک له هر رنګه صعفتونو دی
قربان یی شم له ډاګنو له خړو کرونونه

زړه زما ورڅخه نه بلیږي شیرن وطن می
ډیر ډیر می یا دیږي شیرن وطن می

کور د ډیرو میلتنو قامونو دی
کلتور یی ډک له ښو ریواجونو دی
باتور ننګیالیو ساتلی له هر بلا نه دی
د تاریخ سپه یی ډکه له میړانو دی

داسی ګلستان بل چیری نه پیدا کیږي شیرن وطن می
ډیر ډیر می یا دیږي شیرن وطن می

د چینو ګودرونو ښکلی ګلشن دی
د شملورو د جرګو وطن دی
سر او ځان د ټولو افغانانو دی
زما ذبیح لله یی ارمان دیدن دی

زړګی زما ور په سی خوږیږي شیرن وطن می
ډیر ډیر می یا دیږي شیرن وطن می

ټول وطن ګلي ګلذار دی
په جګو غرو باندی سر شار دی
د هیری دو نه دی په ما ګران دی
خدایه کور می د مور او پلار دی

پردي وطن کی وختونه نه تیریږی شیرن وطن می
ډیر ډیر می یا دیږی شیرن وطن می
 Pakhtonwali Afg , Zaman Khan likes this
DP
pashtob.com
at Apr 26, 2013 8:14:36 PM
اروا ښاد اسحاق ننګیال

زمـــا مــــــیــــــنـــــه زمــــــا عــــــــشــــق زمـــــــا وطــــــــن دی
دا مــــــې ځـــــــان دی دامـــې روح دی دا مـــې تـــــــن دی
څــــــــــو ژونــــــدی یــــــــمــــــه وطــــن وطــــن بــــــه وایـــــــم
دا مـــــې بـــــڼ دا مــــې جـــــنـــــــت دا مـــــې خــــتـــــــن دی
پـــــــروا نـــــشــــــته کـــــه پـــــه ســــرو ویــــنـو لاهـــو شــــم
هـــــر مــــیـــن د ویــــــنـــــو ســیــــند کـــې لا مـــبـوزن دی
کــــه مــې ســـتـرگـــې د غـــلـــیـــمـــو ړنــــــدې نـــــه کـــــړی
راتـــــــه تــــــوکـــــړې چـــــې بــــې نـــنــــگــــه او ډارن دی
زه د هـــــغــــه پــــلار نــــیکـــه رښـــتــــــــیــــــني زوی یــــم
چــــې پــــه ګــــور کـــې مـــردانــه پــــروت ســور کـفن دی
 Pakhtonwali Afg , Zaman Khan , NaaZanin NaaZanin likes this
DP
pashtob.com added a new photo.
at Mar 11, 2013 9:23:56 PM
 Naj Sayed , Selai Ahmadzai , Boura Khan , Abid Khan and 4 others likes this
DP
pashtob.com added a new photo.
at Mar 11, 2013 9:23:53 PM
 Stoorai Rehan Khan likes this
DP
pashtob.com
at Mar 11, 2013 9:22:43 PM
A serious problem with nutrition ... children eat in a makeshift house in an Afghan refugee camp. Photo: Reuters
 Abdul Basir Jalalzai , Sofia Yousofzai , Aryan Saka and 1 others likes this
DP
pashtob.com
at Mar 11, 2013 9:22:33 PM
A serious problem with nutrition ... children eat in a makeshift house in an Afghan refugee camp. Photo: Reuters
DP
pashtob.com
at Mar 11, 2013 9:16:15 PM
Mohammad Farooq Kakar
4 minutes ago
و هر کوشنی ته دخپل اولاد ،او هر سپېن ږیري او سپين سرې ته د خپل مور پلار و هره انجيلی او هلک ته د خپل خور او ورور په نزر وګوره!
بیا ګوره چې له خپلو مسلمانانو او افغانانو سره دي ځومره مینه پيدا کېږي!!!
 Stoorai Rehan Khan likes this
DP
pashtob.com added a new photo.
at Mar 7, 2013 10:01:05 PM
 Maiwand Aryan likes this
DP
pashtob.com added a new photo.
at Mar 7, 2013 9:57:53 PM
 Pakhtonwali Afg likes this
DP
pashtob.com shared Kakar Afghan's photo.
at Mar 1, 2013 10:22:31 PM
ځومره د تکلیف ژوند تېره وي افغانان او پښتانه!!!

 Zwanmal Wali , Sofia Yousofzai likes this
DP
pashtob.com shared Kakar Afghan's photo.
at Mar 1, 2013 10:20:38 PM
Timeline Photos
زړه مي اوس هم ډېر غواړي چې ولیکم او زدکړم!!!

من آرزو می کنم که هنوز هم بسیاری از خواندن و نوشتن!!!
 Sofia Yousofzai , Stoorai Rehan Khan , Habib Hotak likes this
DP
pashtob.com shared Kakar Afghan's photo.
at Mar 1, 2013 10:20:27 PM
Timeline Photos
Children at one of the camps on the outskirts of Kabul spend most of their day collecting paper and small sticks to burn for cooking and warmth.
Los Angeles Times
 Shinkai Arya Gardizi , Najib Rafiq , Suhrab Balkhi , Stoorai Rehan Khan likes this
DP
pashtob.com shared Kakar Afghan's photo.
at Mar 1, 2013 10:20:20 PM
Timeline Photos
Many children living in the camps around Kabul are without shoes. Night temperatures are already dipping to freezing or below.
 Aryan Saka , Habib Hotak likes this
DP
pashtob.com
at Mar 1, 2013 10:20:06 PM
خوږه جونګړه
ښا یسته جونګړه

خانه شیرین

خانه زیبا
 Pakhtonwali Afg , Anwar Niazy , Rustam Khan , Gulo Faizy and 6 others likes this
DP
pashtob.com shared (*•. Naghma Khaperai .•*)'s photo.
at Feb 20, 2013 11:00:40 PM
 Abdul Aziz Saleh , Zwanmal Wali , Sofia Yousofzai likes this
DP
pashtob.com shared Katawaz Paktika Afghanistan's photo.
at Feb 20, 2013 10:05:35 PM
 Zwanmal Wali likes this
DP
pashtob.com likes a photo.
at Feb 20, 2013 10:05:31 PM
DP
pashtob.com
at Feb 20, 2013 9:16:51 PM
بله ستونځه دادهم ده چې له ډېرو خوا ریو ستړیاوو ورسته بیاخپل کشت خر څول یو ډېر گران کار وي
 pashtob.com likes this
DP
pashtob.com
at Feb 20, 2013 9:06:59 PM
ستونځه داده چې اوس هم بزگر د ټریکټر د را نېولو توان نه لري
 Said Jamal Hashemi , Khurshid Ahmad Safi , Ajal Khan Muhammad Zai and 1 others likes this
Nisar Ali commented at Mar 7, 2013 1:01:04 PM
        pa khiraghley mama
DP
pashtob.com
at Feb 20, 2013 9:04:55 PM
د یو ملت په پر مخ تگ کښې بزگر ډېره غټه ونډه لري
 Abdul Basir Jalalzai , Stoorai Rehan Khan , Zwanmal Wali likes this
DP
pashtob.com
at Feb 16, 2013 10:00:59 PM
افغانان (آسټراليا)


افغانان يا غانز د هغو اوښبانانو ډله وه چې له ۱۸۶۰ ز. نه تر ۱۹۳۰ ز. کال پورې د آسټراليا د لرو پرتو سيمو په موندنو کې د افغانستان نه د انګرېزانو سره تللي وه. که څه هم چې په ټوليزه توګه افغانان بلل کېدل خو په دغو کې ټول د افغانستان له هېواد نه نه وه راغلي؛ په دغو کې ځينې يې د برتانيوي هند د شمالي سيمو نه راغلي خلک هم وه چې د اوسني پاکستان برخه ده. همدغو راغلو افغانانو په آسټراليا کې د اسلام د دين په خپرولو کې اهمه ونډه درلوده.

د دغو افغانو اوښبانانو لومړنۍ ډله د ۱۸۶۰ ز. کال د جون په مياشت کې مېلبورن ته راورسېدل، دا يوه ۸ کسيزه ډله وه چې ۲۴ اوښان يې هم د ځان سره لرل. د دغو اوښبانانو سفر د ولز اېکسپېډيشن يا سفر په نامه يادېږي. تر دغه سفر دمخه هم افغانان آسټراليا ته راغلي وي او داسې راپورونه هم خپاره شوي چې آن په ۱۸۳۸ ز. کال کې د لومړنيو افغانانو جوپه آسټراليا ته راغلې وه چې هغه مهال د دوی سره اوښان نه ول.[1] په هغه وخت کې د لرو پرتو سيمو د تګ راتګ يوازينۍنقليه اوښان وه او د دې سبب دا وه چې اوښانو د آسټراليا د بېدياني او وچ اقليم کې پرته له دې چې د اوبو او د خوړلو کومه ستونزه ورسره وي، سفر کولای شو چې همدا چاپېريال د اسانو او نورو څارويو لپاره ډېر يو ستونزمن چاپېريال وه. البته دا هغه مهال وه چې په آسټراليا کې موټر نه وه راغلي. نن هم د آسټراليا د اوښانو لوی شمېر د هماغو اوښانو پاتې شوونکي دي. که څه هم چې افغانانو د ليري واټن د تګ راتګ په سفررونو کې ډېره اهمه ونډه او مرسته کړې خو هماغه مهال هم د دوی سره د توکميز چلند له مخې بد سلوک کېده او د دې بد سلوک سبب د هغوی ګروهه، د هغوی ظاهري بڼه او د لېږد رالېږد دوديزو کارکوونکو ترمېنځ کاري رقابتونه ول. اوسمهال د هماغو افغانانو د ياد د تازه کولو په پار د اډېلايډ او ډاروين د سيمو تر مېنځ چلېدونکی اورګاډی د غان په نامه يادېږي
 Maiwand Aryan , Ahmadjan Ahmadzai , Mansoor Ali Khan , Mian Zaman Khan and 4 others likes this
Zakarya Mirzai commented at Feb 16, 2013 10:44:50 PM
        په زړه پورې مالومات ول. ډیر مننه له شریکولو نه ېي.
1 person likes this comment
DP
pashtob.com added a new photo.
at Feb 16, 2013 9:57:48 PM
 Arsalan Yousafzai , Gulo Faizy , Shakil Khan Kakar and 6 others likes this
DP
pashtob.com added a new photo.
at Feb 16, 2013 9:55:18 PM
 Gulo Faizy , Zakarya Mirzai , Mahmud Sultani Dobandwal Ahmadzai likes this
DP
pashtob.com
at Feb 11, 2013 9:39:04 PM
زه خپله غريب يم

ميامحمد بشريار


زه چه غريب ګورم په غريبي باندي زوريږم
زه خپله غر يب يم د غر يب نه به جا ريږم

غريب پخپله غريبي کي ډير همت لري
ژوندئي وي تيرکړي په صادقه صداقت لري
ز ه د غر يب د نا ا ميد ه ز ړ ه نه خبر يږ م
زه خپله غر يب يم دغريب نه به جاريږم

دا غر يبي په ژ وندکي لوي پيغور ندي
غر يب ا نسا ن د مرګ ا و د تر و ر ندي
دغريب په اخلاص اوشهامت زه خوښيږم
ز ه خپله غر يب يم د غريب نه به جاريږم

ما ته غر يبا ن دخپلو سترګو تور ښکاري
هر يو را ته لکه سکه و ر و ر ښکا ر ي
زه ئي وچو شونډو اوسپيره ر نګ ته حيرانيږم
ز ه خپله غر يب يم د غر يب نه به جا ر يږ م

لا سونه ئي تڼا کي ا و پښي ئي چا ودي وي
د هر نا لا يق د ا حسا ن ا و د منت لا ندي وي
هوښياراوزحمتکښ وي په تقدير ئي نه پوهيږم
ز ه خپله غر يب يم د غر يب نه به جا ر يږ م

چي ئي په زړه وي په خوله باندي ويلي نشي
د هر ظا لم ځو ا ب په ر ند ه و ر کو لي نشي
خاونده ستا په پاچاهي کي زړه مي تنګ شووغميږم
ز ه خپله غر يب يم د غر يب نه به جا ر يږ م

ما د ظا لمي ز ما ني د ا ظلمو نه و ليد ل
ما د بي ا نصا في دونيا دا رقابتونه وليدل
زړه دميامحمد بشرياردغمو ډک شووځکه ژړيم
ز ه خپله غر يب يم د غر يب نه به جا ر يږ م
 Najeeba Naz , Muhammad Naeem , Zarlakht Hafeez , Najeebullah Khan Jadoon likes this
DP
pashtob.com
at Feb 6, 2013 9:22:01 PM
https://www.facebook.com/photo.php?v=408816069187104&set=vb.100001761425193&type=3&theater
ستاد ستر گو بلا واخلم بیا دي سترگي ولي سرې دي
ستاد ستر گو بلا واخلم
بیا دي سترگي ولي سرې دي
 Sofia Yousofzai , Zaman Khan likes this
DP
pashtob.com
at Feb 2, 2013 8:58:45 PM
داسي بېوسه خلگ سته چې د خپل شرم،پت،حیا له کبله خپله لوږه مجبوري چاته نسي ښکاره کولې
لوږه،مجبوري،د اولاد د پا لني ستونځي پټي تېره وي.د خپل پت له کبله هیچاته لاس نه سي نیوای.
داسي خلگ هم سته!!!چې هغه هیخ مجبوري اولوږه نه لري!بیا هم غوښتل یې عادت گر ځېدلی وي.
د داسي خلگو له عمله د ریښتیا مجبوره خلگ انسان ته نه ښکاري!
د هغو بېوسه خلگو حق هم داسي خلگ ټول کړي.....
هم د داسي خلگو له عمله اوس د بېوسه خلگو درک نه کېږي
 King Khan , Sofia Yousofzai likes this
DP
pashtob.com shared a link.
at Feb 1, 2013 4:41:59 PM
 Kakar Afghan , Abdul Basir Jalalzai likes this
DP
pashtob.com shared Kakar Afghan's photo.
at Jan 31, 2013 10:20:10 PM
Timeline Photos
دا گړۍ ډېره د غم او خوا بدي وي
چې څوک درته بېکوره و وایي
'''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''''
این لحظه ای بسیار دردناک و غم و اندوه است
هنگامی که شناسایی شما به عنوان یک فرد بی خانمان می آید
 Stoorai Rehan Khan , Zwanmal Wali , Sofia Yousofzai likes this
DP
pashtob.com shared King Amanullah Khan's photo.
at Jan 31, 2013 10:16:29 PM
Timeline Photos
A view of British India & Afghanistan border in 1934
 Stoorai Rehan Khan , Khyber Khan , Sofia Yousofzai likes this
DP
Timeline Photos
مور یانې ،خوشالي ...!
پلار یانې، هوساینه ...!
خدایه !
هېڅکله مې ددغه دوه نعمتونو څخه بې برخې نکړې ...!!!
 Sofia Yousofzai , Zaman Khan likes this
DP
pashtob.com likes a status.
at Jan 31, 2013 10:10:37 PM
DP
pashtob.com
at Jan 31, 2013 10:09:40 PM
ساجد پکتیاوال
جنان
****
د جنان کلمه هغه خواږه کلمه ده چې په ویلو او آوریدلو سره د سړي ذهن او فکر د مینې خواته بیایي او زما په فکر د جنان غوندی خواږه او د مینې ډکه کلمه به ډیره کمه پیدا شي
خو زه په دي نه پوهیږم چې د جنان کلمه له عربی اخیستی شوی او که نا د پښتو خپله کلمه ده خو که د عربی اخیستی شوی وي نو د (ج) او (ن) تورې چې په یو ځای راشي نو د هغی په معنی کی پټ والی راځی لکه جنت چې زموږ د سترګو څخه پټ ده همدا راز جنات جې د زموږ له سترګو پټ دي او ګمان کوم جنان ته هم ځکه جنان وایی چې ډیر کم لیدل کیږي که هر څه وي خو د جنان کلمه ډیره خواږه او زړه ته نیږدي کلمه ده
 Saboor Ataye , Sofia Yousofzai , Waqar Khan and 2 others likes this
DP
pashtob.com
at Jan 31, 2013 9:52:37 PM
http://www.music-clips.net/v/http%253A%252F%252Fwww.youtube.com%252Fwatch%253Fv%253Dc70_NYqxX3c/mp3/
 Zaman Khan likes this
DP
pashtob.com
at Jan 26, 2013 9:14:51 PM
ارواښاد ډاکتر کبير ستوري

د پـــښـتو ســندری
زار دی شـــم قــــلـمه د پــــښـتــو ســـــندری لـیکـــه
بـیا د پــښـتـونـــخــوا د ســــرد رو ســـندری لـــیکـــه

زه خـــپله ټـــپه پـخـپــل ربــاب کــی غــــږول غــــواړم
سـاز پـه یکه زار او یــه قـربـان شـروع کـول غــواړم
زه قــا مـی وحــد ت پـه زور د مــینی جـوړول غــواړم
مــا تـه د خــپل قــا م د نـــنـګیــالـــو ســـــندری لــیکــه
زار دی شــــم قــــلـمه د پـــښـتـو ســـــندری لـــیکــه

زه د ژونـــدون نــاوی خـپل کالـه تـه راوســتل غـــواړم
زه ویــده شــعــور د پـــښـتـونــوالــی ویـــښول غــواړم
زه پــښـتو لـیکل ، پـښـتو ویـل، پــښتو لـــوستل غــواړم
مـــاتـه د خــــپل کلــــی د حــجـــرو ســــــندری لــیکــه
زار دی شـــم قــــلـمه د پـــښـتو ســــندری لـــــیکــه

زه تـا نـه قــلـمه تـــیره تــــوره جـــوړول غــــــواړم
تـا تـه د خـــوشـحـال نـیـکه پــټکی پـه سرول غـــــواړم
لاره مـی پــښـتو ده د پــښـتو پـه لاره تـلـل غــــــواړم
ســـتـوری تـه د ژونـــد د پــــسرلـــو ســنــدری لـــیکه
زار دی شــــم قــلـمه د پـــښـتو ســــندری لـــیکــــه

*************************************
 Sofia Yousofzai likes this
Sign Up for Free
SignUp for Idolbin
rss twitter facebook gplus